انصار: (د وری23مه)، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا د افغانستان او سیمې په اړه د امنیتي تړون د سازمان د عمومي منشي له ځانګړي استازي «ایمانقلي تاسماګمبتوف» سره کتلي دي.
د امنیتي تړون سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې سازمان غړي هېوادونه له جګړې او نشه يي توکو څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي.
د دې ادارې د اعلامیې له مخې، چې روزا اتونبایوا د افغانستان په اړه په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې نړیوالو مرستو رسول، په سیمه کې سولې او ثبات او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په اړه خبرې اترې کړې دي.
د دې تړون غړي هېوادونه، روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان دي.
د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان په پوله د امنیتي پر ټینګښت هم ټینګار کړی دی.
بلخوا روسي رسنیو هم په مسکو کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر «سرګی ورشینین» سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې سره د کتنې خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې چې دا کتنې په نړۍ کې د امنیتي وضعیت مسایلو د حل په موخه ترسره شوې دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31043